د بغلان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شوی دی. د بغلان د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال به ۶۰۰ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې کېنول شي، چې د ساتنې او اوبو رسولو مسوولیت یې ښاروالۍ ته سپارل شوی دی. په ورته وخت کې د بغلان والي د شنو ساحو د پراختیا، د هوا د ککړتیا د کمښت او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې پر ارزښت ټینګار وکړ او له ښاریانو یې وغوښتل، چې د نیالګیو په ساتنه کې همکاري وکړي. د یادونې وړ ده، چې دا کمپاین د بغلان ولایت د شنه پوښښ د زیاتوالي د ستر پلان یوه برخه ده او ټاکل شوې، چې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې دوام ومومي.