د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه هیواد ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې د انتقالي دولت له مشر احمد الشرع سره ټيلیفوني خبرې کړې دي. د یاد وزارت په خبره، پوتین د سوریې د اقتصادي او ټولنیز ثبات لپاره د روسیې پر مرستو ټينګار کړی دی. دواړو لوریو له سوریې سره پر بشردوستانه مرستو هم خبرې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې روسیه د سوریې د مخکېني ولسمشر بشار الاسد ملاتړې وه او دا لومړی ځل دی چې پوتین له احمد الشرع سره خبرې کړې دي.