د راپورونو له مخې، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره د کتنې په موخه نن واشنګټن ډي سي ته رسېدلی دی. مودي ویلي، چې هغه به د امریکا له ولسمشر سره د هند او امریکا تر منځ پر هر اړخیزو سټراټیژیکو همکاریو خبرې وکړي. د دې سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پراختیا او د نړیوالو چیلنجونو په وړاندې د ګډو اقداماتو پراختیا ده. د راپورونو له مخې، د هند لومړی وزیر به په دې سفر کې له لوړ پوړو امریکایي چارواکو سره د دفاع، اقتصاد، ټیکنالوژۍ، او انرژۍ په برخه کې پر مهمو موضوعاتو بحث او خبرې اترې وکړي.