د ننګرهار د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي، چې په تېرو ۱۰ میاشتو کې یې څه باندې ۵۲ میلیونه افغانۍ عوایدو راټول کړي دي. د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مرستیال محمد طاهر مبارز ویلي، چې یاد مدیریت د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې ۵۲ میلیونه ۱۹۶ زره ۷۶۶ افغانۍ عواید د ۱۹ زره ۹۶۸ جوازسیرونو او لایسنسونو د وېش له درکه راټول کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي. دغه راز مبارز زیاته کړې، چې یاد مدیریت د ترافیکي نظم د ښه والي لپاره په بېلابېلو واټونو کې سیګنالونه نصب کړي او په ټولو څلور لارو کې یې د ۴۰ زره متره مربع په اندازه ترافیکي لیکې جوړې کړې دي.