د امریکا نړۍوالې پراختیا ادارې یوه چارواکي رویټر خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د دې ادارې سرپلټونکی پاول مارټین له دندې ګوښه کړی دی. د رویټر په راپور کې راغلي، چې مارټین پرون وروسته له هغه له دندې ګوښه شو، چې هغه په یوه راپور کې د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې د له منځه وړلو په اړه د ټرمپ ادارې پر هڅو نیوکه وکړه. هغه د ۲۰۲۳ کال له ډیسمبر راهیسې د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې د سرپلټونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.