د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف د ټاپي پروژې د کار پر چټکتیا ټینګار کړی دی. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، هغه د کابینې په غونډه کې ټینګار کړی، چې د دې پروژې پلي کول باید په ۲۰۲۵ کال کې په چټکۍ سره دوام وکړي. د ټاپي پروژه په سیمه کې د ګازو د لېږد یو له سترو پروژو څخه ده، چې په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوه.