وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د چین پر وارداتو تعرفه ولګوله، چین بېرته د امریکا پر توکو ګمرکي محصول ولګوه. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې چین هم نن د امریکا پر یو شمېر وارداتو تعرفې ولګولې، چې دا د چینايي توکو پر ضد د امریکا د نویو تعرفو یو چټک غبرګون و. د چین د سوداګرۍ وزارت ویلي، د امریکا پر ټاکل شویو صادراتي توکو نوي تعرفې به د فبرورۍ په ۱۰مه پلي شي، ځکه د اوس لپاره به واشنګټن او بیجینګ ته د یوې هوکړې لپاره یو څه فرصت ورکړل شي.