د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ثبات د ساتنې په برخه کې، د افغانستان بانک د ملاتړ په برخه کې یو پروګرام جوړ کړ. په دغه پروګرام کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد ویلي، چې د سرپرست حکومت د هڅو له امله، په تېرو کلونو کې، افغانیو په سیمه کې ښه ثبات موندلی دی. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم په وروستیو ورځو کې، د افغانیو د ارزښت کمېدو خبرونه، منفي تبلیغات ګڼي. دوی د افغانیو د ثبات ساتلو په برخه کې له افغانستان بانک سره د لا زیاتې همکارۍ ډاډ ورکوي.