د سرپرست حکومت چارواکو د تدارکاتي، وزارتونو او دولتي ادارو کې د ملي او اداري پروسو ساده او یو شان کولو غونډه کې د اداري پروسو پر ساده کولو ټینګار کړی دی. د سرپرست حکومت اداري مرستیال دغې ناسته کې ویلي، سرپرست حکومت د اداري پروسو ساده کولو ته ژمن دی، څو خلکو ته اسانتیاوې برابرې او ادارو کې کاغذ پراني له منځه لاړه شي. په ورته مهال د چارو ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رییس ویلي، تېرو درېیو کلونو کې یې وزارتونو او دولتي ادارو کې ۹۳۸ اداري پروسې ساده کړې دي. ادارو کې د پروسې پر ساده کولو وروسته له هغې ټینګار کېږي، چې دا مهال خلک دولتي ادارو کې له زیاتو کاغذ پرانیو او پېچلو پروسو شکایت کوي.