د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي چې، افغانستان لا هم د ناچاودو توکو له جدي خطر سره مخ دی. د اوچا د راپور له مخې، څه باندې ۳٫۳ مېلیونه کسان پر ناچاودو توکو ککړو سیمو په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي، او هره میاشت د دغو توکو د چاودنو له امله ۵۵ ملکیان وژل کېږي یا ټپيان کېږي. اوچا زیاتوي چې، د قربانیانو ۸۰ سلنه ماشومان دي. اوچا همدارنګه ویلي چې، په ۲۰۲۵ کال کې د ماین پاکولو او عامه پوهاوي د عملیاتو لپاره ۲۱٫۹ مېلیون ډالرو ته اړتیا ده.