په ننګرهار ولایت د پېښو پروړاندې د چمتوالي ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د ۴۸ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه کانال د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه کانال د یادې ولسوالۍ په معین خېلو کلي د (ډي آر سي) موسسې په مالي ملاتړ جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه کانال ۵۰۰ متره اوږدوالی لري چې په کې د ۵ پلچکونو او ۱۵ دروازو جوړول شامل دي. د یادونې وړده، چې د یادې پروژې چارې په ۳ میاشتو کې بشپړې شوي چې په کې ۱۴۷ کسانو ته د کارزمینه هم برابره شوې وه.