د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال د کندهار ښوراندام سمنټو فابریکې له کاري بهیر څخه لیدنه کړې. نوموړي د دې فابریکې له ترسره شویو کارونو خوښي ښودلې او اړوندو مسوولینو ته یې د چارو د غوره کیفیت او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په اړه لارښوونې کړې دي. د ښوراندام فابریکې د جوړولو چارې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوې، چې اوس یې کارونه په چټکۍ سره روان دي. د دې فابریکې په جوړولو شاوخوا ۸ میلیارده افغانۍ لګښت راځي، چې په لومړۍ مرحله کې به په ورځني ډول ۱۵۰۰ ټنه او په راتلونکي کې به یې د تولید کچه ۵ زره ټنو ته ورسېږي.