ډیلي ټېلګراف ورځپاڼې ویلي، چې د بریټانیا حکومت د هغو افغانانو د کډوالۍ غوښتنلیکونه رد کړل، چې ټرمپ یې د الوتنو مخه نیولې وه. د راپور له مخې، دا هغه کډوال دي چې په پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي. د ټرمپ په امر د ۱۶۰۰ هغو افغان کډوالو الوتنې لغوه شوي، چې په پاکستان کې مېشت دي او امریکا ته د لېږد په تمه و. یادو کډوالو له بریټانیا څخه غوښتي، چې خپلې دروازې د دوی پروړاندې پرانیزي، تر څو له پاکستانه چې له ځورونو سره مخ دي ووځي.