د افغانستان بانک په خپره کړې خبر پاڼه کې د افغانۍ پر وړاندې د ځينو اسعارو د ارزښت د لوړېدو په غبرګون ویلي، چې په پولي بازارونو کې نوسانات یو معمول اقتصادي حالت دی. په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د بیو ثبات او د اسعارو مبادلې د نرخ ساتنه د افغانستان بانک له اساسي موخو څخه شمېرل کېږي. په خبر پاڼه کې زیاته شوې، چې د افغانستان بانک، د تېر په څېر د بیو د ثبات او د افغانۍ د ارزښت ساتنې لپاره اړین اقدامات ترسره کوي. یاد بانک ډاډ ورکړی چې کافي مالي سرچينې په واک کې لري او د بيو د ثبات، د پولي بازارونو او مالي بنسټونو د اسعاري اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړین اقدامات ترسره کوي.دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه پرون ۲۰ میلیونه ډالره وپلورل.