د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیې په لوړېدو سره یو شمېر هېوادوال هم اندېښمن شوي دي. د دوی په وینا د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بيې په لوړېدو سره نیغ په نیغه د خوراکي توکو بیې هم لوړیږي. د ویلو ده، چې د تېرو دوو اونیو په پرتله اوس د هر ډالر په بیه کې، تر څلور افغانۍ ډېرښت راغلی دی. د افغانستان بانک د وروستیو شمېرو له مخې، دامهال یو ډالر په ۷۵ افغانۍ او ۶۱ پوله تبادله کېږي. خو د افغانستان بانک د اسعارو په بیو کې بدلونونه یو عادي بهیر ګڼي او ډاډ ورکوي، چې د هادو نوساناتو د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي.