د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین ليوېټ ویلي، چې له امریکا د ناقانونه کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شوې ده. کارولین پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ نړۍ ته روښانه پیغام لري چې په ناقانونه توګه امریکا ته ور نه شي که نه له سختو پایلو سره به مخ شي. کارولین لیوېټ ویلي، چې د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ادارې ۵۳۸ ناقانونه کډوال نیولي چې د هغې په وینا په بېلابېلو جرمونو محکوم مجرمین هم پکې شامل دي. هغې زیاته کړې چې تازه سلګونه ناقانونه کډوال په یوه نظامي الوتکه کې له امریکا ایستل شوي هم دي. د سپینې ماڼۍ ویاندې دغې چارې ته د امریکا د تاریخ تر ټولو “لوی عملیات” نوم ورکړی او زیاته کړې یې ده چې دغه عملیات دوام لري.