المان په پام کې لري چې یوه بله ډله افغان کډوال هم افغانستان ته واستوي. یوې المانۍ ورځپاڼې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې چارواکو له یوه سیمه ییز شریک سره ګډ کار پیل کړی څو د افغانانو یوه ډله د المان له عمومي ټاکنو مخکې ولېږي. د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د المان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند دا خبره تایید کړه چې د دې افغان کډوالو د ایستلو پر پلان کار روان دی خو زیاته یې کړه چې دا پرېکړه د جنوري د ۲۳مې له ټاکنو سره هېڅ راز تړاو نه لري. ویاند همدراراز یادونه کړې چې دا ډله افغانان به هغه مهال افغانستان ته په یوه الوتنه کې واستول شي چې شرایط ورته برابر شي.