د کونړ ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې ۲۲۲ کیلوګرامه ګران بیه ډبرې(بیروج) د ۴۰.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د بولۍ له لارې پلورل شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې د بولۍ په جوړو شویو مراسمو کې سوداګرو ویلي، چې له دغو پیسو لس سلنه ونډه د حکومت بودجې ته جمع کېږي. د کونړ د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین بیا وایي، چې په دغه ولایت کې به د سوداګرو ستونزې حل او په مسلکي توګه به د کانونو کیندنه وکړي. د یادونې وړده، چې څو ورځې وړاندې هم د ۴۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت یوه اندازه ګران بیه ډبرې پلورل شوې وې.