د کندوز ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په دشت ارچې ولسوالۍ کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۸ کیلومتر فرعي سړکونو د پخولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس اسدالله حامد ویلي، چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې د فرعي سړکونو د پخولو او هموار کولو چارې د اغا خان دفتر په مالي ملاتړ د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوي چې د یادې ولسوالۍ ۱۴۱ کلي ترپوښښ لاندې نیسي. په ورته وخت کې د دشت ارچي ولسوال عصمت ا لله اسامه وايي، چې دوی هڅه کوي د ټولګټو پروژو په پلې کولو سره خلکو ته د کارزمینه برابره کړي او له خلکو یې وغوښتل چې د یادې پروژې په پلې کېدو کې همکاري وکړي او د عامه تاسیساتو ساتنه وکړي.