د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ قضايي پلاوي تهران ته د سفر په جریان کې، پرون د ایران د قضایه قوې د نړیوالو چارو له مرستیال کاظم غریب ابادي سره کتلي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان سرپرست حکومت او ایران ترمنځ پر قضايي او عدلي برخو کې د همکاریو پر ټینګښت سربېره، ایران کې د افغان زندانیانو او هلته د مېشت افغان کډوالو پر حقونو خبرې کړې دي. د ایران د قضایه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي ایران کې د افغان زندانیانو په اړه خبرو کې ژمنه کړې، چې نږدې راتلونکي کې به یو زر او ۵۰۰ افغان زندانیان افغانستان ته انتقال کړي.