د کندهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي. د اوبو او انرژۍ وزارت د مالوماتو له مخې په یاد ولسوالۍ کې د یوه کارېز کېندلو، د یوه کانال کانکرېټ کولو او استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په یادو پروژو پنځه میلیونه ۹۳۷ زره افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې د درېیو میاشتو په موده کې بشړې او په پلې کېدو سره به یې د سېلابونو د ویجاړیو د مخنیوی ترڅنګ، د اوبو ضایعات کم او د یاد کلي د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي. دیادولو وړ ده، چې د دې پروژې مالي لګښت د ملګرو ملتو سازمان د پراختیایي دفتر لخوا ورکول کیږي.