د بامیانو ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د درنې واورې ورېدو له امله د کابل – بامیان لویه لار او د بامیان – غور او بامیان – دایکندي لارې د تګراتګ پرمخ تړل شوې دي. ځایي مسوولینو زیاتوي، چې د غور پر لار شاتو کوتل او له دایکندي سره پر پوله قوناق کوتل هم د واورې ورېدو له کبله بند شوي دي. له دې وړاندې په دایکندي کې د والي رسنیز دفتر هم په یوې خبرپاڼې کې ویلي و چې د درنې واورې ورېدو له کبله د بامیان – دایکندي لار په قوناق کوتل کې د تګراتګ پرمخ بنده شوې ده. دا یادولو وړ ده چې نن هم د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د درنو ورښتونو وړاندوینه شوې ده.