د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې سږ ژمی یې په افغانستان کې له ۳۲ زرو کورنیو سره نقدي مرسته کړې ده. یونیسف زیاته کړې، چې دا مرسته یې د امریکا نړیوال پراختیايي اژانس د بشردوستانه مرستو له څانګې سره په همکارۍ چمتو کړې ده. یونیسف دا نه دي ویلي، چې له هرې کورنۍ سره یې څومره مرسته کړې ده. یاد بنسټ زیاته کړې چې په ژمي کې اقتصادي فعالیتونه کمېږي، لرې پرتو سیمو کې د واورې له امله اړینو خدماتو ته لاسرسي نه کیږي او په وینا یې، ماشومان بیا تر ډېره د تنفسي ناورغیو له ګواښ سره مخامخېږي. له دې وړاندې خوړو نړیوال پرواګرم ویلي و چې د بودیجې د کمښت لامله نه شي کولای روان ژمی اوو میلیونو وګړو ته حیاتي مرستې ورسوي.