د سمنګان ولایت په دوو ولسوالیو کې د اوبو رسولو د درېیو شبکو په جوړېدو سره ۴۹۸ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د برنامو امر مولوي عبدالرحیم ویلي، چې د دغه ولایت په فیروز نخچیر او حضرت سلطان ولسوالیو کې د ( ان. سي. اې) موسسې په مالي ملاتړ د ۱۱ میلیونه او ۱۳۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو سولري شبکو په جوړېډو سره د یادو ولسوالیو ۴۹۸ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پروژه کې د درېیو څاګانو د کېندلو او د درېیو ذخیرو او نورو اړینو ملحقاتو د جوړېدو چارې هم شاملې دي.