کندهار د سودګرۍ او پانګونې خونې مسوولین، چین ته له پنځو میلیونو زیاتو امریکايي ډالرو په ارزښت د ۹۸۰۰ ټُنه وچې میوې او په ځانګړې ډول د کېښتې له صادرېدو خبر ورکوي. د یادې خونې د مسوولینو په خبره د سلفر په نوم له کیمیاوي مادې د زیاتې کارونې له امله د کښتې سږني صادرات کم شوي دي. کروندګر وايي، چې په کندهار کې کرنه او بڼوالي لا هم په پخوانۍ دودیزه بڼه ترسره کېږي. دوی وايي که دغه چاره فني شي نو د محصولاتو او صادراتو کچه به لا لوړه شي.