د یوې ازادې بولۍ له لارې د پنجشېر څه باندې ۲ زره قیراطه زمرد وپلورل شول. د پنجشېر د والي ویاند، سیف الدین لټون وايي، په وروستۍ بولۍ کې، ۲ زره او ۱۳۳ قیراطه زمرد د ۵۶ زره او ۶۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي. هغه وایي، دغه کچه زمرد تازه د دغه ولایت له کانونو را ایستل شوي او پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي دي. هغه زیاته کړه چې له هغه وخت راهیسې چې د پنجشېر د زمردو د را ایستلو کار پیل شوی، له هرو دوو اونیو وروسته، د کانونو د څارنې د کمېټې په حضور کې، له دې کانونو را ایستل شوي زمرد د آزادې بولۍ له لارې پلورل کېږي.