د امریکا ولسمشر، جو بایډن وايي، د غزې د اوربند تړون د پلي کېدو په درشل کې دی. د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې په پام کې ده چې د دغه تړون مرکچي پلاوي نن په دوحه کې سره وګوري او د دغې طرحې جزییات وروستي کړي. ښاغلی بایډن چې ځان د دغې طرحې اصلي طرح کوونکی بولي، وايي د غزې د اوربند او یرغملو د خوشې کېدو تړون، د پلي کېدو په درشل کې دی. اخوا رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې حماس او اسراييلي لورو ته د تړون وروستۍ مسودې هم ور سپارل شوې ده.