د کندهارښار په اوومه ناحیه کې د «پنجاو» کانال په ۸۵۲زره امریکايي ډالرو جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی. دغه کانال د ملګرو ملتونو نړیوال پراختیايي پروګرام «یواېنډيپي» په مالي ملاتړ جوړ شوی. دکندهار ولایتي مسوولین د دې کانال په جوړېدو سره د شاوليکوټ ولسوالي له لوی بند څخه د پنجوايي ولسوالي او د کندهار ښار اوومې ناحیې ځمکې به هم ورسره خړوبې شي. د کندهار کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، دغه کانال د ۷۷۰۰ هکټاره ځمکې خړوبولو زمینه برابره کړې او د یاد ولایت د کرنیزسکټور په پرمختګ کې حیاتي رول لري.