د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په کابل کې د سعودي عربستان سفیر فیصل بن طلق البقمي، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتلي دي. د خبر پاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، او په سعودي عربستان کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو پر وړاندې کولو خبرې اترې کړې دي. په خبر پاڼه کې راغلي، سرپرست وزیر له سعودي عربستانه غوښتي چې، افغانانو ته د حج او عمرې سهمیه ډېره کړي او په سعودي عربستان کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو په وړاندې کولو کې همکاري وکړي. په خپرپاڼه کې دغه راز د البقمي له قوله لیکل شوي چې، په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت د فعالیت بېرته پيلېدو موخه، په دغه هېواد کې له ټولو شته ظرفیتونو استفاده ده.