د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر حمدالله نعماني کابل کې د چین له سفیر، جاو شینګ سره کتلي او د وزارت اړوند پروژو په اړه یې خبرې کړې دي. په دغه کتنه کې نعماني ویلي، چین او افغانستان پخوانۍ سیاسي او اقتصادي اړیکې لري چې دواړه لوري یې پراختیا او پیاوړتیا ته ژمن دي او په کار ده چې چینایي پانګوال وهڅول شي، څو د نوي کابل ښار په ساختماني چارو کې پانګونه وکړي. اخوا جاو شینګ ویلي، چې په نوي کابل ښار کې د پانګونې شرایط، اسانتیاوې او نورې برخې دې روښانه شي، څو چینایي پانګوالو ته بشپړ معلومات ترلاسه او بیا د پانګونې لپاره زړه ښه کړي.