د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغانان ازاد او پرون هېواد ته راستانه شول. د دغه وزارت په وینا؛ یادو کسانو د قانوني اسنادو د نشتون له کبله له یوې څخه تر درېیو میاشتو موده بند کې تېره کړې وه. له دې سره په تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ۶۶ تنه افغان بندیان د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته هېواد ته ستانه شوي دي. د یو بل خبر له مخې، په دغه هېواد کې، لا هم په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو او همداراز په جبري توګه د ایستلو بهیر دوام لري.