د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر کندهار ته د سفر په ترڅ کې د احمد شاه بابا د کور له رغنيزو چارو څخه ليدنه کړې ده. اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې سرپرست وزیر د یادې لیدنې پرمهال د تاريخي ابداتو او کلتوري ميراثونو په ساتنه او رغونه ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې تاريخي ابدات او کلتوري ميراثونه د ملتونو هويت څرګندوي او ساتنه يې د ټول ملت ګډه دنده ده. د یاد وزارت په وینا؛ د احمد شاه بابا د کور رغنيزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې چارې یې په چټکۍ روانې دي.