د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ د کلني مهالوېش سره سم د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالۍ نن پیل شوې. د هېواد کورني کرکټ پرمختګ څانګې له لوري نن په کندهار، ننګرهار، خوست او کونړ ولایتونو کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي کرېکټ سیالۍ پیل شوې. په دې سیالیو کې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه ۶۰۰ لوبغاړو ګډون کړی، چې پایله کې به یې ۸ لوبډلې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لار ومومي. دغه لوبې چې په ۵۰ اوریزه بڼه ترسره کېږي، د هېواد د بېلابېلو ولایتونو ۴۰ لوبډلې پکې ګډون لري، چې په اتو ګروپونو کې به هره لوبډله څلور لوبې ترسره کړي.