د اوکراین دفاع وزارت ویلي، چې په تېر ۲۰۲۴کال کې یې د جګړې پرمهال د روسیې څه باندې ۴ لکه ۲۷زره سرتېري وژلي او ټپیان کړي دي. د اوکراین دفاع وزیر او لوی درستیز الکساندر سرسکي ویلي چې روسي ځواکونو ته دغه مرګه ژوبله د ۲۰۲۴کال د جنورۍ له پیل د ډسمبر تر ۳۰مې اوښتې ده. په ورته مهال الجزیرې خبري شبکې د یوشمېر نورو وروستیو شمېرو له مخې، په دغه خپور کړي، راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴کال پرمهال هره ورځ ۱۱۸۰ سرتېري وژل شوي دي. د روسیې ادعا له مخې چې وايي، ۲۰۲۴ کال کې یې، د اوکراین څه باندې څلور زره کیلومټره خاوره نیولې، وژل شویو سرتېرو ته په کتو یې، هر کیلومټر خاورې نیولو باندې ۱۰۳ سرتېري له لاسه ورکړي دي. د اوکراین دفاع وزارت همداراز ویلي چې د تېرکال وروستیو کې د روسي ځواکونو تلفات د پام وړ لوړ شوي دي.