د کورنیو چارو وزارت د استرالیايي استاد جبرائیل عمر د وفات په اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ژوره خواشيني څرګنده کړې ده. استرالیايي استاد ټیموټې ویکس چې یو وخت په افغانستان کې بندي و، له خوشي کېدو وروسته په خپله خوښه د اسلام په مقدس دین مشرف شو او خپل نوم یې له ټیموټې ویکس څخه جبرائیل عمر ته بدل کړ. د خبر پاڼې له مخې جبرائیل عمر په کابل کې د انګلسې ژبې د استاد په توګه دنده ترسره کوله. خبر پاڼه زیاتوي، هغه له افغانستان ډېره مینه درلوده او په همدې اساس یې په کابل کې اوسیدل غوره ګڼل. په خبر پاڼه کې راغلي، نوموړی له زیاتې مودې راهیسې د سرطان وژونکي ناروغۍ څخه کړېده، چې نن په کابل کې پخپل هستوګن ځای کې وفات شوی.