د چين د شي ځانګ کورواکې سیمې د ژي کا زه ښار په دينګ ژي ولسوالۍ کې د بېجينګ پر وخت د جنورۍ د ۷مې نېټې د سهار په ۹ بجو ۵ دقيقو د ريکتار په کچه ۶.۸ دريجې زلزله وشوه او له امله يې ډېر کسان مړه او ټپيان شوي او ګڼ شمېر کورونه ويجاړ شوي دي.
د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ د دغې زلزلې له پېښېدو وروسته مهم فرمان صادر کړ او له اړوندو ادارو څخه يې غوښتنه وکړه چې تر خپلې وسې پورې له مصيبت ځپلو سیمو سره مرستې وکړي، خلک وژغوري، ورک شوي کسان دې ژر پيدا کړي څو د مړینې کچه کمه شي.
د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې په بېړنۍ توګه اعلان وکړ چې د شي ځانګ د دينګ ژي په ولسوالۍ کې د بنسټيزو تاسيساتو د بيا ابادۍ لپاره ۱۰۰ مليونه يوانه برابر کړي.