د هواپېژندنې نړیوالې ادارې اټکل کړی، چې له سبا څخه به د پنجشنبې تر ورځې پورې، د افغانستان په ځینو ولایتونو کې هوا ډېره سړه شي. د بدخشان ولایت په ځینو سیمو کې به نن د تودوخې ټیټه درجه منفي ۱۳ او لوړه منفي ۸ وي خو د پنجشنبې په ورځ به هلته د تودوخې ټیټه درجه منفي ۲۲ او لوړه منفي ۱۰ وي. په بامیان ولایت کې به نن د تودوخې ټیټه درجه منفي ۱۸ او لوړه منفي ۹ وي او په میدان وردګو کې به نن د تودوخې ټیټه درجه منفي ۱۶ او لوړه منفي ۵ وي. د هېواد په نورو سیمو کې هم د هوا د ناڅاپه سړېدو احتمال شته. بلخوا د هوا پېژندنې ادارې هم پرون خبرداری ورکړی، چې په یاده موده کې به د سالنګونو په ګډون د هېواد د مرکز او شمال ختیځ په اړوندو سیمو کې هوا ډېره سړه شي.