د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې په هېواد کې د پانګونې د جذب لپاره یې هڅې پراخې کړې او تر ډېره په دې برخه کې ځان بریالی هم بولي. د عزیزي په وینا په سیمه او ګاونډیو هېوادونو کې افغان پانګه والو په لسګونه میلیارده ډالره پانګونه کړې. دوی وايي له افغان پانګه والو سره په خبرو بوخت دي، تر څو په هېواد کې د پانګونې په شته فرصتونو کې، د پانګونې لپاره اقدامات ترسره کړي. د عزیزي په وینا د افغان صنعتکارانو لپاره د ځمکو د ورکړې او برېښنا رسونې په پروګرامونو په چټکۍ سره کار روان دی چې ۱۵۰ زره جریبه ځمکه به په صنعتکارانو د اقتصادي فعالیتونو لپاره، د وېشلو تر څنګ د دوی د برېښنا ستونزه هم هواره شي.