د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په هیواد کې د انټرنېټ، غږیزو اړیکو او پيغامونو د بیو د راټیټېدو پرېکړه عملي شوې ده. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت کابو یوه میاشت وړاندې د هېوادوالو د غوښتنو او د مخابراتي مارکېټ له ارزونې وروسته نوې بیې اعلان او مخابراتي شبکو ته یې یو میاشت وخت ورکړی و چې، دغه بیې په خپل سیسټم کې ځای پر ځای او د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه یې عملي کړي. د مسوولینو په خبره اوس په ټول هېواد کې نوې ټاکل شوې بیې پلې شوې او هېوادوال کولای شي مخابراتي شبکو ته له نویو ټاکل شویو بیو څخه ګټه پورته کړي.