د زابل ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د شاوليکوټ او میزانه ولسوالیو ترمنځ د ۴۲ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره دا پروژه د کلیو پراختیا ریاست په همکارۍ او د (سي اې ایچ) موسسې او یونېسف په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي. د مالوماتو له مخې دغه پروژه به د ۴ میاشتو په موده کې بشپړه شي. میزانه ولسوالي کې سږکال دوه چک ډیمونه جوړ شوي او په درېوو نورو کار روان دی. د زابل ځایي چارواکي دغه راز وایي، چې د دې پروژې ترڅنګ په میزانه ولسوالي کې دوه چکډیمونه جوړ شوي او په درېوو نورو باندې کار روان دی. د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې دا پرمختیايي پروژې به د دوی ورځنۍ ستونزې تر ډېره هوارې کړي.