د پنجشېر ولایت ځايي مسوولینو نن د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی دی. د دغه ولایت ویاند سیف الدین لټون وويل، چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۷۶۳ قيراطه زمرد د ۳۹ زره ۲۱۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. د نوموړي په وینا دغه زمرد په دې وروستیو کې د دغه ولایت د زمردو له کانونوڅخه استخراج شوي دي. د یادونې وړده، چې تردې وړاندې هم د هېواد پرسوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.