د اقتصاد وزارت په خپره کړې، خبر پاڼه کې ویلي، چې په روان لمریز کال کې د ۳۵۵ پراختیايي پروژو کار پيل شوی دی. په خبر پاڼه کې راغلي، چې په یاد شمېر پروژو کې د ځینو چارې بشپړې شوې او پر ځینو نورو کار روان دی. د اقتصاد وزارت ویاند هم په دې اړه ویلي چې، د دغو پروژو له ډلې ۲۹۰ یې لا تر اوسه تر کار لاندې دي او ۱۹ نور یې په تدارکاتي پړاو کې دي. د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، پر ۱۵۷ پروژو چې، له تېرو کلونو نیمګړې پاتې شوې وې، لا هم کار روان دی او د سرپرست حکومت بېلابېلو ادارې د بېوزلۍ د لهمنځه وړلو او د افغانستان د اقتصاد د ودې په موخه د راتلونکي کال لپاره هم پلانونه په پام کې لري.