د چین د بهرنیو چارو وزارت خبرتیا/ایران/مذاکرات
ایډي: 8409861
نېټه: د دسمبر 28، 2024
ځای: چین
موده: ۵۳ ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 28-12-2024 04:45
وروستی سمون: 2024-12-28 04:49
بشپړ خبر
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په بېجینګ کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره وکتل، چې پکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د نړیوالو او سیمهییزو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې. په دې لیدنه کې دغه راز د منځني ختیځ روان وضعیت هم وڅېړل شو او پر ګډو اندېښنو یې د نظر تبادله وشوه.
د یادې لیدنې پر مهال دواړو خواوو موافقه وکړه چې د چین او ایران د ستراتيژيکې همکارۍ پلان په بېلابېلو برخو کې لا پراخ او پیاوړی کړي.
د چین او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د منځني ختیځ د اوسني وضعیت په اړه په خپلو خبرو کې موافقه وکړه چې دغه سیمه د همدې سیمې د خلکو حق دی او باید د نړیوالو زبرځواکونو د سیالیو ډګر یا د نورو هېوادونو د سیاسي شخړو قرباني ونه ګرځي، بلکې د سولې او ثبات لپاره یې کار وشي.
وانګ يي وويل چې د سيمې لپاره تر ټولو مهم لومړيتوب سمدستي اوربند او د تاوتريخوالي پای ته رسول دي. نوموړي یادونه وکړه چې د بشري ناورین کمول، او د خبرو اترو بیا پیل کول هم لومړیتوبونه دي.
وانګ يي پر دې ټينګار وکړ چې چین د منځني ختیځ لپاره د یو ښه ملګري او شریک په توګه د دې سیمې خلکو ملاتړ کړی دی او ژمنه یې کړې چې د دوی د پراختیا په لارو چارو کې به یې دوامداره ملاتړ وکړي.