د غزې تړانګه – د مړینې شمیره / تازه
ای ډي: 8409331
نېټه: ډیسمبر 24/14/5، 2024/وروستی
ځای: بېلابېل ځایونه
موده:یوه دقیقه او دولس ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وگړو لپاره نه ده
خپور شوی: 24-12-2024 09:29
وروستی سمون: 2024-12-25 03:49
بشپړ خبر
په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، چې د اسرائیلي ځواکونو د دوامداره بریدونو له امله په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۵۳۳۸ ته رسېدلی، او ۱۰۷۷۶۴ کسان ټپیان شوي دي.
د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۲۱ فلسطینیان وژل شوي چې له دې سره د وژل شویو کسانو شمېر نور هم لوړ شوی دی.
له دې سره هممهاله د غزې د ملکي دفاع ویاند محمود بصل ویلي چې په غزه ښار د اسرائیلي ځواکونو د بمباریو په پایله کې د ملکي دفاع د دوو غړو په ګډون لږ تر لږه اوه فلسطینیان وژل شوي دي.
بل خوا په نېږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) د سه شنبې په ورځ وویل، چې په غزه تړانګه کې د هر ساعت په جریان کې یو ماشوم وژل کیږي.
یادې ادارې دغه راز په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې د یونیسف د معلوماتو په حواله ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې ۱۴۵۰۰ ماشومان وژل شوي دي.
په ورته مهال بیا د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال ټام فلیچر د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې چې د سوریې او اشغال شویو فلسطیني سیمو ته له خپل سفر وروسته یې خپور کړی ویلي، چې چې په غزه کې دوامداره تاوتریخوالی عامو خلکو ته د تښتېدو لپاره هېڅ خوندي ځای نه دی پرېښی.