د چین-پنبې محصول/۲۰۲۴
ایډي: 8409390
نېټه: د دسمبر 25، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او دوه دیرش ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 25-12-2024 01:18
وروستی سمون: 2024-12-25 01:48
بشپړ خبر
د چین د احصایې ملي ادارې له خوا د خپاره شويو معلوماتو پر اساس ویل شوي چې د دغه هېواد د پنبې تولید سږ کال له شپږ میلیونه ټنو زیات شوی دی. دا زیاتوالی د کرنې لپاره د ځمکې د پراختیا او د هکتار پر وړاندې د حاصل د ښه کېدو له امله یاد شوی دی.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د پنبې ټول تولید ۶.۱۶۴ میلیونه ټنو ته رسېدلی چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۹.۷ سلنه زیاتوالی ښيي، دغه راز شينجيانګ کورواکه سیمه یې تر ټولو لویه برخه لري چې دغې سیمې نږدې ۵.۶ میلیونه ټنه پنبې تولید کړې، چې پکې د تېر کال په پرتله نږدې ۱۱.۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
دغه راز د دغه هېواد د يانګزي سيند سیمې توليدات هم ٢٢١ زره ټنو ته رسېدلي چې د تېر کال په پرتله ٠،٨ سلنه زياتوالى لري.
په روان ۲۰۲۴ کال کې په ټول چین کې د پنبې د کښت ساحه کې له ۵۰۱۰۰ هکتاره څخه شاوخوا ۲.۸۴ میلیون هکتارو ته پراخه شوې چې د تېر کال په پرتله ۱.۸ سلنه وده په ګوته کوي. د هر هکتار حاصلات شاوخوا ۲.۱۷۲ ټنه اټکل شوی، چې د تېر کال په پرتله ۷.۸ سلنه زیاتوالی څرګندوي.
ویل کېږي په شينجيانګ کې بیا د پنبې د حاصلاتو اټکلونه ثابت پاتې دي، چې کروندګرو دې ته هڅوي چې کښتونه زيات کړي. سږ کال په شينجيانګ کې د کښت ساحه ٣.٣ سلنه زياته شوې ده.
د مناسب لمر وړانګو او اوبو په شمول د هوا مناسبو شرايطو په شينجيانګ کې د پنبې په ښه وده کې مرسته کړې چې په پايله کې يې په هر هکتار کې ۱۶۵ کيلو ګرامه حاصلات زيات شوي دي.
د یانګزې سیند په سیمه کې هوا بیا د تېر کال په څېر پاتې ده. د کرنې ښه تخنیکونه او غوره شوي ډولونه د حاصلاتو په ثابت زیاتوالي کې مرسته کوي، چې په هر هکتار کې ۲۷ کیلو ته لوړ شوی دی.
که څه هم په ټول چین کې د پنبې تولید زیات شوی دی خو د ژیړ سیند په ساحه کې د پنبې پر تولید د اقلیمي شرایطو له امله منفي اغېزه کړې، چې په دغه سیمه کې یې د حاصلاتو کمښت رامنځته کړی دی.