د عامې روغتیا وزارتخبر ورکړی، چې نن په هیواد کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پيلېږي. د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، چې په دې کمپاین کې به شاوخوا ۴.۸ میلیونه له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان واکسین شي. د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، چې دا کمپاین په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره ترسره کېږي په لومړي پړاو کې به د کابل، کندهار، هلمند، اروزګان، ننګرهار، لغمان، کنړ، نورستان، هرات او زابل ولایتونه تر پوښښ لاندې راوستل شي. د پولیو ناروغۍ د مخنیوي د نړیوال نوښت د معلوماتو په اساس په افغانستان کې سږ کال تر اوسه د پولیو ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي چې وروستۍ یې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې وه.