د مصر او غزې د اوربند خبرې/حماس
ایډي: 8408991
نېټه: د دسمبر 21/16، 2024/وروستی
ځای: مصر
موده: یوه دقیقه او شپږ دیرش ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 21-12-2024 22:44
وروستی سمون: 2024-12-22 05:04
بشپړ خبر
په غزه کې د اوربند په اړه روانې خبرې په داسې حال کې چټکې شوې چې حماس د شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د درېیو فلسطیني ډلو مشران په دې باور دي چې دوی تر بل هر وخت په غزه کې د اوربند هوکړې ته نږدې شوي دي، خو که اسرائیل نورې غوښتنې ونه کړي.
یادې ډلې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د حماس، فلسطیني اسلامي جهاد او د فلسطین د ازادۍ د ولسي جبهې مشران د جمعې په ورځ په قاهره کې سره راټول شوي وو، چېرې چې دوی د اوربند د خبرو اترو پرمختګ او د بندیانو په بدل کې د یرغمل شوو کسانو د تبادلې پر امکاناتو بحث کړی. یادو ډلو د فلسطینیانو پر ضد د تېري د پای ته رسولو پر ګډ هوډ ټینګار کړی دی.
په بیانیه کې دا هم ویل شوي چې دواړو خواوو د جګړې وروسته د غزې د مدیریت لپاره د یوې کمېټې د جوړولو په اړه خبرې کړې دي. دوی هوکړه کړې چې په اړیکه کې پاتې شي او ژر بیا د کمېټې د جوړولو د پلانونو د بشپړولو لپاره غونډه وکړي.
له دې سره هممهاله د فلسطیني اسلامي جهاد یوه لوړپوړي چارواکي هم ویلي، چې د اوربند خبرو اترو کې پرمختګ شوی دی او د زیاترو شرایطو پر سر هوکړه شوې ده. که څه هم ځینې موضوعات لا هم په بحث کې دي، خو چارواکي هیله لري چې دا موضوعات د وروستي تړون په ترلاسه کولو کې خنډ ونه ګرځي.