د عامې روغتيا وزارت چارواکو د ملاريا او غير ساري ناروغۍ د کلنیو فعالیتونو په کنفرانس کې ويلي، چې په افغانستان کې د ملاريا او غير ساري ناروغۍ له جدي ستونزو څخه دي. د چارواکو په خبره، په تېر کال کې ۳۶ د ملاريا، ۷ د ډينګي تبې او ۶ د لشمانيا پېښې ثبت شوې دي. په دې کنفرانس کې د سرپرست حکومت د مسولينو ترڅنګ د روغتيا نړۍوال سازمان استازو هم برخه اخيستې وه. د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، چې د یاد وزارت له لوري، په تېر کال کې د ملاريا ناروغۍ د مخنيوي په موخه په ۱۰ زره کورونو کې دوا شیندلې او د پوهاوي د یوه کمپاين له لارې يې ۴۰ زره ماشومانو او ۱۷۸ زره ۹۹۳ امینداورو ميندو ته ماشلومې (پشه خانې) وېشلي دي.