یکشنبه, جون 8, 2025
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د چین مرستیال ولسمشر د هند د ملي امنیت له سلاکار سره وکتل

STR NEWS by STR NEWS
دسمبر 19, 2024
1 0
0
د چین مرستیال ولسمشر  د هند د ملي امنیت له سلاکار سره وکتل
2
SHARES
7
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8408486.webm

ای ډي: 8408486

نېټه: د دسمبر 18، 2024

ځای: چین

موده: ۵۹ ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-12-18 04:40

وروستی سمون: 2024-12-18 04:43

بشپړ خبر 

د راپورونو له مخې، د چین مرستیال ولسمشر هان ژینګ د چهارشنبې په ورځ په پلازمېنه بیجینګ کې د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دوال سره وکتل او پر خپلمنځي اړیکو یې خبرې اترې وکړې.

هان ژینګ په دې کتنه کې وویل، چې چین او هند د لرغونو تمدنونو او مخ پر ودې لویو قدرتونو په توګه په خپلواکۍ، یووالي او همکارۍ ټینګار کوي، کوم چې د نړیوالې اغېزې او ستراتیژیک اهمیت لري.

نوموړي د دې په یادولو سره چې راتلونکی کال به د چین او هند ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د ټینګښت ۷۵مې کلیزې سره برابره وي، وویل، چې دواړه خواوې باید د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د هوکړو پلي کولو ته ژمن پاتې شي، د لوړې کچې اړیکې وساتي، سیاسي باور پیاوړی کړي او په تدریجي ډول د اقتصاد، سوداګرۍ او کلتور په برخو کې خبرې اترې او همکارۍ بېرته پیل کړي، څو اړیکې باثباته پرمختګ ته راوګرځي.

په دغه کتنه کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوال وویل، چې د پنځو کلونو وروسته د دواړو هېوادونو د ځانګړو استازو ترمنځ د سرحدي مسئلې په اړه خبرې بیا پیلول د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا د شوي توافق د پلي کولو لپاره یو مهم ګام دی او د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختګ لپاره ستر اهمیت لري.

هغه دغه راز زیاته کړه، چې هند غواړي له چین سره خپلې ستراتیژیکې اړیکې پیاوړې کړي، همداشان دوه اړخیزې ګټورې همکارۍ پراخې کړي او د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختګ لپاره نوې هڅې وکړي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو پر نه سیاسي کېدو ټينګار کړی
وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو پر نه سیاسي کېدو ټينګار کړی

جون 8, 2025
مومند: افغان سوداګرو ته دې د ویزو برخه کې اسانتیا رامنځته شي
اقتصاد او سوداګري

مومند: افغان سوداګرو ته دې د ویزو برخه کې اسانتیا رامنځته شي

جون 8, 2025
د هرات والي د ایران، ترکمنستان او ترکیې له ډیپلوماتانو سره کتلي
اقتصاد او سوداګري

د هرات والي د ایران، ترکمنستان او ترکیې له ډیپلوماتانو سره کتلي

جون 8, 2025

Popular Playlist

Currently Playing

په کابل کې د عامې روغتیا وزارت له لوري پر نشه‌ يي توکو د روږدو کسانو درملنه روانه ده

په کابل کې د عامې روغتیا وزارت له لوري پر نشه‌ يي توکو د روږدو کسانو درملنه روانه ده

په کابل کې د عامې روغتیا وزارت له لوري پر نشه‌ يي توکو د روږدو کسانو درملنه روانه ده

د ټولنې هنداره
په افغانستان کې د غزې د مظلوم ولس لپاره د عدالت چیغه

په افغانستان کې د غزې د مظلوم ولس لپاره د عدالت چیغه

د ټولنې هنداره
د افغانستان او روسیې تر منځ د سوداګرۍ او کانونو په برخه کې د همکاریو هوکړې شوې دي

د افغانستان او روسیې تر منځ د سوداګرۍ او کانونو په برخه کې د همکاریو هوکړې شوې دي

اقتصاد او سوداګري
رسټورانټ بانوان افغان

رسټورانټ بانوان افغان

اقتصاد او سوداګري
د هلمند په بُست ولایتي روغتون کې د عاجلو ناروغانو لپاره د (OPD) نوې څانګه پرانیستل شوه

د هلمند په بُست ولایتي روغتون کې د عاجلو ناروغانو لپاره د (OPD) نوې څانګه پرانیستل شوه

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist