د نورستان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د دوآب او منډول ولسوالیو ترمنځ د ۶۰ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې دي. د نورستان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې یاد سړک ۶ متره پلنوالی لري او د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت بيا رغول کېږي، چې کارونه به یې په ۶ میاشتو کې بشپړ شي. د سیمې اوسېدونکي د دې سړک د بیارغونې له پيلېدو خوښي څرګندوي او وایي، چې له دې وړاندې د سړک تنګوالی د تګ راتګ په برخه کې د خلکو لپاره لویې ستونزې رامنځته کړې وې. د دوی په خبره، د سړک په بیارغېدو سره به د سیمې خلکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.